http://alemara1.com/index.php?option=com_c...ticles&Itemid=4 ارواښاد رئیس الوزارء ملامحمد رباني (رح)دالحاج ملاامیرمحمد زوي دنیک محمد لمسی په ۱۳۷۷هجری قمري کال دکندهارولایت په مركزکي په یوه علمي اوجهادي کورنۍ کي دې فاني دنیاته سترګي پرانستلي دي . دمرحوم ملامحمد رباني والد صاحب دکندهار ولایت د علماو و اومنورینوله جملې څخه دیوه فاضل اومتقي شخصيت په حیث دخلګوپه منځ کې شهرت درلود؛ نوموړي د خپلو اولادونوپه ځانګړې توګه د«ملامحمدرباني » دعلمي اوجهادي روزني په هکله ډیراهتمام کاوه .
زدکړه یې :
داچې ملامحمد رباني هم دخدای ورکړي سرشاره علمي استعدادله امله دښه لیاقت څښتن ؤ ،نو والدصاحب یې هم ددیني علومو دزده کړې اوحصول په موخهمدرسې ته شامل کړ. ارواښادملامحمدرباني ترډیره حده خپل دیني تعلیمات داسلامي امارت دحاکمیت دوخت سترمفتي اومتبحرعالم شیخ الحدیث والتفسیرعبدالعلي دیوبندي رحمه الله ترعلمي روزنې اوتربیې لاندې ترلاسه کړي دي . معمولاپه افغانستان کې ددیني علومودحصول طریقه درسمي اوحکومتي مدارسوله لارې نه ،بلکې ددې هیواد دمشهوروعلمي استاذانواومشایخوپه وسیله په خصوصي توګه په داسې ډول ترسره کیږي چې هرعالم اوفقیه په خپل مسجدکې یومعلوم شمیرزده کوونکي (طالبان) راټولوي اوبیاهغوی ته دمروجه شرعي علومو تدریس اوزده کړه ورکوي. په دغومروجه علوموکې صرف، نحو ،منطق،ریاضي ،ادب ، معاني ، فقه ،اصول الفقه،علم التفسیراوحدیث شامل وي . دغه سلسله تقریبا له کال ۲۰۲ هجري څخه په افغانستان کې داسلامي نړۍ دسترو مشاهیرو او دپخواني خراسان له اعلامو لکه امام ابوداودالسجستاني ،شیخ الاسلام محمد بن محمد بن بکرالخلمي اوامام ابواللیث السمرقندي البلخي . . . څخه په میراث پاته ده . که څه هم چې په رسمي اوحکومتي لحاظ دغه سلسله ترډیره حده له پامه لویدلې اودچارواکوله خوا ورته ډیره توجه نه ده شوې ،خونوموړې سلسلې په علمي اوجهادي لحاظ دمتدینوعواموپه مرسته تردانن ورځي پوري په افغانستان کي داسلامي علوموپه ترویج اودافغانستان په تاریخ کې دجهادي تحریکونود قیادت اودهغوی په ژوندي ساتلوکې اساسي رول لوبولی دی . دمثال په توګه په کال ۳۷۷ هجري کي سلطان محمود غزنوي دهند لویه فتحه دهمدغوعلماوو په هدایت اولارښوونه ترلاسه کړه. په کال ۵۵۹ هجري کې چي سلطان شهاب الدین غوري له افغانستان څخه دهندپه نیمه وچه حکومت کاوه همدغوعلماوو دهغه دحکومت په لوړومنصبونوکي مهم مسؤلیتونه درلودل . همدارازکله چې دمعاصرافغانستان مؤسس اوسترواكمن احمدشاه ابدالي په کال ۱۱۶۰ هجري کې دهندي مسلمانانودمرستي لپاره هندته خپل پوځونه ورولیږل ؛ نود همدغه اقدام په ترسره كولو کي هم دیني علماو پوره ونډه درلوده. په افغانستان باندي دانګلیسي یرغلونو ،روسي تاړاک اوامریکایې نیواک په مقابل کي دمقاوت کوونکومجاهدینومشرتوب هم دهمدغو مجاهدوعالمانواومتقي اشخاصوپه غاړه ؤ .
جهاد اومبارزه يي :
نوموړي لادعلم اوتحصیل له بهیره پوره نه ؤ فارغ شوی چې په کال ۱۳۵۷ هجري لمریز کي كمونستانو دیوې عسکري کودتاله لاري دافغانستان سیاسي قدرت ترلاسه کړ. په افغانستان کې دکمونستانوله واک ته رسیدوسره سم په ټول هیوادکې دهغوی په خلاف جهادي پاڅون پیل شو اوددغه جهادي پاڅون دقیادت اومشرۍ مسؤلیت بیاهم دافغاني دیني علماوو په غاړه ؤ ،ملامحمدرباني چي مخکي ترمخکي لادعلم اوجهادپه مدرسه کي له خپلواستادانوڅخه دجهاد ،قربانۍ اوسرښندنې تربیه حاصله کړې وه ترټولود مخه دجهاد اوله وطن څخه ددفاع وسنګرونوته ولاړ . نوموړی دامهال یویشت کلن ؤ، خوپه جهاداوفداکارۍ کي دټولومجاهدینوپه منځ کي په يوډیرزړور،مدبر اوفداکار مجاهدسره مشهورؤ . نوموړي دقندهار ولايت دڅوتنو نورو مشهورومجاهدینوسره دخپل جهادي فعالیت پیل دهیواد په جنوب لویدیځ زون کي دجهاد دمؤسس شهید ملاموسی کلیم له جهادي جبهې څخه پیل کړ، له هغه وروسته دکندهارولایت دارغستان ولسوالۍ ته راغی اودلته یې دروسانوخلاف دسیمي دمجاهدینو په انسجام اوترتیب لاس پوري کړ.د ارغستان ولسوالۍ په چغني نومي غره کي یې جهادي مرکز تأسیس اوله همدغه ځایه څخه یې دکندهار ولایت په مختلفو سیموکې جهادي فعالیت شروع کړ.دارغستان ولسوالۍ په چغني ،تورتاک شابیګ اوسنګرنومي سیموکي دروسانوپه مقابل کي مرحوم ملا محمدرباني په ډیروسختوعملیاتوكي په خپله ګډون درلود .
که څه هم چې دچغني دجبهې قیادت دقومندان عبدالرازق په غاړه ؤ، خودجګړې په مهال به دمجاهدینومشري دمرحوم ملامحمدرباني په غاړه وه .په ټولوجهادي اوپوځي عملیاتوکي دمرحوم ملامحمد رباني دهمیشني مشارکت له امله په وروسته کي د دغې جبهې دمجاهدینو دمرستیالۍ مسؤلیت ورته وروسپارل شو چې له هماغه وخته را هیسیې یې دمجاهدینوپه منځ کي دحاجي معاون صاحب په نوم شهرت پیداکړ.
په جهادي بهیرکې یې پوځي اواداري مسؤلیتونه
له روسانواودهغوي له لاسپوڅوکمونستانوسره دقندهاراوجنوب لویدیځي حوزې دفاتحومجاهدینوکلک مقاومت دغي سیمې ته دافغاني مقاومت دیوه مضبوط جهادي سنګرحیثیت ور کړاو الحاج ملامحمدرباني دنورومجاهدینوترڅنګ ددغي سیمې دیو ډیرماهر،مجرب جهادي اوعسکري شخصیت په توګه پکي ښه تبارزوکړ.
نوموړی دخپل همدغه جهادي اوعسکري مهارت اونبوغ له مخي دټول جنوب لویديځ زون دمجاهدینودیوه تکړه قومندان په توګه له ۱۳۶۰ تر۱۳۶۹ هجري لمریز کال پورې دروسانوپه ضد دډیروبریالیوپوځي عملیاتوقومانده په غاړه لرله چې له امله یې روسانوته دسراومال ډیردرانه تلفات ورسیدل اوخپله ملامحمدرباني هم تردرې (۳) ځله زیات پکې سخت ټپي شوی دی . په دغوپوځي عملیاتوکي دنوموړي فاتحانه قیادت ددې لامل شوچې هغه په ملي کچه دافغانستان دجهاد دمشهورو قومندانانوپه کتارکي شامل اودهغه وخت دجهادي تنظیمونودرهبرانودپاموړشخصیت وګرځي . داهغه وخت ؤ چي دافغانستان دجهاد د (۷)جهادي تنظیمونورهبرانو په پاکستان کي دمجاهدینوعبوري حکومت اعلان کړی ؤ . په دغه عبوري حکومت کي دجهادي رهبرانوترمنځ داپریکړه وشوه چي دهیواد دداخل مشهوروجهادي قومندانانوته به هم په دغه حکومت كي فعال سهم ورکول کیږي . دمجاهدینودغه عبوري حکومت په رئیس اولومړي وزیرسربیره مکمله حکومتي کابینه هم لرله چي په هغې کي مرحوم ملامحمدربانی ته دحج اواوقافودوزارت دمرستیالۍ دنده سپارل شوې وه.که څه هم چې ملامحمدرباني په دغه وخت کي په تنظیمي لحاظ دمرحوم مولوی محمدیونس (خالص)تر رهبري لاندي له اسلامي حزب سره تعلق درلود خوپه جهادي لحاظ یې دټولوجهادي رهبرانوپه زړه کي خاص ځای درلود. نوموړي له دغه لوي اداري مسؤلیت سره سره بیا هم دهیوادپه داخل کي دخپلومربوطه مجاهدینودجهادي فعالیتونواوددښمن په ضددنظامي عملیاتوقومانده شخصاپه خپله غاړه لرله چې په ډیروځایونوکي یې دوزارت دمرستیال په توګه له دښمن سره په مخامخ جګړه کې برخه اخیستې ده . کله چي دمجاهدینوله خوادزابل ولایت مرکزقلات ښارترسختې محاصرې لاندي ؤ اومجاهدینو ددغه ښارشمال ختیځ پلوته دتبسخرقوي مرکز له حکومتي ځواکونوڅخه تازه فتح کړی ؤ . دتبسخردغه مرکزچي دیوې هسکياستراتیژیکي غونډۍ پرسریې موقعیت درلو ؛ دملاولي محمداوشهیدعزیزخان په مشري دشهید ملامحمدمددجبهي اړونده مجاهدینولخوا فتح شوی ؤ ،ملامحمدرباني مرحوم یې دفتح کیدوپه هماغولومړیوشیبوکي ددغوفاتحانه عملیاتودلیدلوصحنې ته ځان راورساوه.
دطالبانوداسلامي تحریک په تأسیس کې دده رول :
په ۱۳۶۹ هجري لمریزکال کي له افغانستان څخه دروسي ځواکونوله تیښتي اوبیا په ۱۳۷۱هجري لمریز کال کي دهغوی دلاسپوڅي حکومت ترسقوط وروسته ملامحمدرباني دهیواد دیوه مخلص اومصلح شخصیت په توګه دتنظیمي ډلوټپلو دخپل منځي شخړوپه هوارولوکي خپلي ټولي هڅي په کارواچولې اوپه دې لار کيیې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړې . جنوب لویدیځ زون چې یومهال دروسانوپه ضددجهاد اومقاومت محکم اوپیاوړی جهادي سنګربلل کیده ،له بده مرغه چې دروسانوله ماتي اود نجیب په مشرۍ دکمونستي حکومت ترړنګیدو وروسته دتنظیمي اختلافاتو اوجګړه ماروډلودخپل منځي جګړوپه میدان بدل شو. دغه خپل منځي اختلافات اوجګړې یوازي په جنوب لویدیځ زون کي نه ،بلکي په تدریجی ډول دهیوادله مرکزنه پیل اوپه ډیرلږوخت کي دهیوادشمال ،جنوب،ختیځ اولويدیځ ته وغزیدې ،چې له امله یې دمقدس څوارلس کلن جهادپایلي اوپه هغه کي دیونیم ملیون سورکفنه شهیدانوټولي هیلي اوارمانونه دنفاق اواختلاف په كورورانوونكي اورکې وسوځیدل . دغه زړه دردوونکی حالت هیڅ مسلمان ته دتحمل اومنلووړنه ؤ خودهغه دمخنیوي توان بیا هیچاهم په ځان کې نه لیده . یوشمیرهغوکسانوچې دخپل اسلامي جهادپه حقانیت یې ایمان اوباوردرلود؛ دالله تعالی په دغه مقدس ارشاد باندې په باور : (ان الله لایضیع اجرالمحسنین) اوله هغه څخه په الهام اخیستلوسره داسلامي جهاد دنیمګړوآرمانونودتحقق لپاره بیا خپله مجاهده اومبارزه پیل کړه .
دغو دالله دلارې نه ستړي کیدونکومجاهدینوپه داسې حال کې چې دپخواني جهادله ستړیاوواوستومانیوڅخه لا نه وو هوساشوي اوهمداراز دهغه جهادپه مهال په صورت لګیدلي زخمونه یې لاپوره نه وه جوړشوي ، بیایې په هغه ستړي اوستومانه حالت کي دخپل رنځیدلي ولس دآرامۍ ،خپلواکۍ اوسوکالۍ په غرض دمفسدینواومنافقینوپه خلاف جهاد پیل کړ. ملامحمدرباني دخپلوتیروجهادي فعالیتونوترڅنګ دطالبانو داسلامي تحریک له مؤسیسینوڅخه هم ګڼل کیږي .دطالبانوداسلامي تحریک دتأسیس پرمهال به چي کله دکوم ولایت یاکومي سیمي دتصفیه کیدوموضوع رامنځته شوه نوملامحمدرباني به لومړی شخص ؤ چي دهماغي سیمي دسوله ییزي تصفیې په ترسره کولو به یې غورکاوه .نوموړي به همیشه ددې کوښښ کاوه چي څرنګه وکولای شي هماغه سیمه په سوله ییزه توګه دطالبانوترکنترول لاندي راشي.
کله چې په 10/10/1995 طالبان دکابل تردروازو ورورسیدل ملامحمدرباني دمخالفینومشراحمدشاه مسعودته دخبرو دعوت ورکړ هماغه ؤ چي مسعود هم د ده په دعوت باور وکړ اوله ده سره دخبرو لپاره له کابل څخه میدان ښارته راغی .د ملامحمد رباني لومړۍخبره له مسعودسره داوه چي په ګران هیوادافغانستان کي داسلامي حکومت دنافذیدولپاره یونیم ملیون شهیدانو قربانۍ ورکړي دي باید دهمدغو شهیدانو دوینو درناوی وشي اوپه افغانستان کې بې له کوم قید اوشرط څخه اسلامي نظام حاکم شي ،دطالبانواسلامي ملي تحریک دافغان ولس ددې مقدس ارمان دتحقق ټینګ عزم کړی دی لهذا ته هم باید ورسره خپله ټوله همکاري ترسره کړې چي دیوه مستحکم اسلامي حاکمیت لپاره زمینه مساعده شي ،خومتأسفانه چي مسعودخپلوخبروته دعمل جامه بیخي په کمومواردوکي وراغوستله هغه ترډیره حده په «میم زورماټول یې زما»فارمول باوردرلود.له شمالي ولایاتونو څخه پرته دافغانستان نورټول مرکزي ، جنوب لویدیځ ،جنوبي اوختیځ ولایتونه دمرحوم ملامحمد رباني په صلح امیزه هلوځلو دطالبانوترکنترول لاندې راغلي دي .
دطالبانوپه اسلامي تحریک کې دنوموړي مسؤلیتونه
کله چې په کال ۱۳۷۳کي طالبانود دکندهارولایت ترخپلې ولکې لاندې راوست نومرحوم ملامحمدرباني ته په دغه وخت کي دطالبانودعالي شورا مسؤلیت وسپارل شو.
په ۱۳۷۴کال دحمل دمیاشتې په ۱۳ـ ۱۴نیټه چي کله دهیواددپنځلس سوه (۱۵۰۰)علماووله لوري دطالبانوداسلامي تحریک مشرته دامیرالمؤمنین لقب اعطاء اواسلامي امارت بنسټ کیښودل شو بیاهم دملامحمدرباني رول ځانګړی اهمیت درلود اوداسلامي امارت دامیرترڅنګ یې په پور ه اخلاص اوصداقت خپلو جهادي ،اصلاحياوملي فعالیتونوته دوام ورکړ.په 9/5/1995چې دطالبانوفتوحاتودجنوب لویدیځ زون دنورولایاتوهلمند،اروزګان،فراه اوهرات په لوري مخه کړه نوملامحمدرباني په دغوټولوفتوحاتوکې دیوه برمیال فاتح په توګه سهم درلوداو دټول جنوب لویدیځ په تصفیه کولوکي دده تکتیکي هڅي دځانګړي اهميت لرونكې وې .همداراز په11/9/1996 چې کله دهیواد دختیځ زون ولایتونه ننګرهارکونړاولغمان داسلامي امارت ترولکې لاندي راغلل نوبیاهم ملامحمدرباني ته دختیځ زون دعمومي مشر مسؤلیت وسپارل شو.په ۱۹۹۶\۹\۲۷مطابق۱۳۷۵کال دتلي دمیاشتي په شپږمه نیټه چي کله دهیوادپلازمینه کابل په بشپړه توګه داسلامي امارت ترحاکمیت لاندې راغی نوداسلامي امارت دمشرتابه له خوا په کابل کي ددولتي چارودتنظیم اوترتیب په غرض شپږ کسیزه سرپرسته شوراتأسیس اومشري یې بیاهم دملامحمدرباني په غاړه ورواچول شوه. اوکله چې سرپرسته شوراپه حکومتي تشکیل بدله اوداسلامي امارت په چوکاټ کې ریاست الوزراء تأ سیس شو نوملامحمدرباني دریاست الوزراء درئیس په حیث وټاکل شو.
زهداوتقوای یې :
مرحوم ملامحمدرباني په عقیدوي لحاظ داهل سنت والجماعت اوسلف صالحینودسپیڅلي لاري پیروي کوله. نوموړي له خرافاتواوبدعتونوڅخه ډیره کرکه کوله اوتل به یې خلګ دقرأن اوسنت نبوي پیروي ته دعوتول. مرحوم ملامحمدرباني دخپلونوروحسنه اخلاقو اوفضایلوترڅنګ دزهد،تقوی اودیندارۍ یوه نمونه وه، دشپې قیام اللیل اودورځي دڅاښت لمونځ دده له خصوصیاتوڅخه ؤ.
ایثاراوخودګذري یې:
په ۱۳۶۶ هجري لمریزکال کې دکندهارولایت ته دمجاهدینودجهادي فعالیتونودشنډولوپه غرض دروسانوډیره درنه قوه راغله ،اودکندهارولایت دمحله جات په سیمه کي دملامحمدرباني په ګډون یوزیات شمیر مجاهدینومخامخ جګړه ورسره پیل کړه په دغه جګړه کي چي تقریبایوه میاشت یې دوام درلود دجګړې دواړوخواته درانه تلفات وواښتل چې خپله ملامحمدرباني هم په دغي جګړې کي سخت ټپي شو. دملاعبدالقیوم په نامه دیوه مجاهدچي په دغوعملیاتوکي یې برخه درلوده په حواله چي دحاجي معاون صاحب په شمول زمونږدجبهې څلورتنه مجاهدین زخمیان شول . کله چې نورمجاهدین دجګړې له میدان څخه دټپیانودراپورته کولوپه نیت راغللنولومړی حاجي معاون صاحب ته ورغلل ،خوحاجي معاون صاحب دوﺉ ته وویل چې زه ښه یم ترماهغه درې تنه نورمجاهدین سخت زخمیان دي لومړی هغه درواخلئ .
مجاهدینوچې کله هغه راپورته کړل اوبیاحاجي معاون صاحب ته ورغلل نوهغه دومره سخت زخمي ؤ چي بلکل دپورته کیدلواوحرکت کولونه ؤ ،خوده بیاهم دجنګ له صحنې څخه ترځان د مخه هغه نورمجاهدین چي زخمونه یې هم دده په نسبت ډیرکم وو پرایستلواصرارکاوه .
داسلامي نړۍ په قضایاویې اهتمام:
داسلامي امت اړوندي ستونزي ملامحمدرباني مرحوم دخپل ژونداهمي قضیې بللې اوداسلامي امارت دحاکمیت په مهال یې دفلسطین ،چیچین ،کشمیراونورواسلامي قضایاووپه هکله ځانګړي بیانیې صادرې کړي دي .
بې تکلفه ژوند یې :
مرحوم ملامحمدرباني سره له دې چې دژوندزیاته برخه یې په لوړواداري اوپوځي مسؤلیتونوکي تیرشوی خوله دې هرڅه سره سره یې په طبیعت اومزاج کې دتکبراوغرورهیڅ نوع نښانې نه لیدل کیدې.. دهغه ناسته ولاړه ،حرکات اوسکنات ټول دیوه ډیرعادي شخص کړو وړوته ورته وو اود خپلونوروملګرو په مقابل کي ځان ته په هیڅ امتیازنه ؤ قائل. درسمي کاراو وظیفې پرمهال به هرعادي سړي له ده سره ډیرپه اساني سره لیدلای شول په خپله دروازه کي به یې مسؤل پیره داریوازيدمراجعینودنوبت دمراعاتولوپه منظوردراوه . دمجاهدینوپه عبوري حکومت کې د وزارت له مرستیالۍ نه بیاداسلامي امارت دریاست الوزراء ترمشرۍ پوري نوموړي شخصي محافظین اوباډي ګارډان نه لرل . هغه څوک چې له ده سر ه په سفراوحضرکي یوځای اوسیدل اوګرځیدل هغه دده جهادي ملګري اودرسي شاګردان ول . له خپلوملګروسره یې تعامل اوبرخوردډیر بي تکلفه اوپه خوراک ،څښاک ،ناسته اولاړه کې له هغوﺉ نه هیڅ امتیازنه درلود. دریاست الوزراء دمسؤلیت په مهال کي به له وزیراکبرخان مېني څخه دکابل دارګ ترماڼۍ دریاست الوزراء تردفترپوري ډیروخت دخپلو دریوـ څلوروملګروسره پلی روان ؤ . له خپلوملګروسره به یې په ټولوجهادي اوسپورتي نشاطاتوکي په ډیره خوښۍ ګډون کاوه اودهغوي دسپورتي لوبوله منځه به یې دچغ په نامه محلي لوبه ډیره خوښه وله.
دشخصي ژوند اقتصادي حالت یې:
سره له دې چي مرحوم ملامحمدرباني دخپل عالي مسؤلیت او وظیفې له مخي داسلامي امارت په بودیجه کي دپراخ استعمال اختیاردرلود خونوموړي دعادي هیوادوالوپه څېرژوندغوره کړی ؤ. دژوندتراخیره پورې یې په خپل هماغه پلرني عادي کوراكتفاوكړه او دبیت المال له بودیجې څخه یې ځانته شخصي کورجوړنه کړ. كله چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کي دملګروملتونودامنیت شوراله خوا په افغانستان ظالمانه یوطرفه اقتصادي بندیزولګیده اودهمدغي شوری له لوري داسلامي امارت دچارواکوبانکي حسابونه بند اعلان شول .خودامارت دنوروچارواکوپه څېرموحوم حاجي معاون صاحب هم دده عالي منصب ته په پام سره هغه څوک ؤچي کوم بانکي حساب یې نه درلود .
دخلګوپه زړونوکې یې محبوبیت
مرحوم ملامحمدرباني دخپلونیکو اخلاقو له وجي دهرچا په زړه کي ځانګړی ځای درلود. په افغانستان کي میشتوقومونواومختلفوقشرونوملامحمدرباني ته دخپل یوخواخوږي اوپوه مشرپه سترګه کتل ،په جنازه کي یې په لسهاووزره خلګوګډون کړی ؤحتی تردې چي ځینوبانفوذه شخصیتونویې پرفراق په لپولپواوښکي توی کړې .مرحوم ملامحمدرباني يوداسې جهادي ،سیاسي ،علمي اوملي شخصیت ؤ چي دهغه دجهادي کارنامو اوټولنیزو خدمتونوتشریح په دغوڅو محدودوجملوکي نشي کیدلای .خوداوس لپاره به لیکنه په
((ستادښایست ګلونه ډیردي ځولۍ مي تنګه زه به کوم کوم ټولومه ))پای ته ورسوو.
وفات یې:
بالآخره دغه دجهاداومبارزې دلارې نه ستړی کیدونکی لاروی ،دتقوی اوزهدنمونه ،دایثاراوفداکارۍ سمبول ،داخلاقو،شرافت اوفضیلت څلی دالهي تقدیراوفیصلې سره سم دسرطان داوږدې ناروغۍ له امله دپاکستان دروالپنډۍ ښارپه یوه روغتون کې د۱۴۲۲ هق کال د محرم الحرام دمیاشتي په لومړۍ نيټه خپله روح خپل حقیقي مالک ته وسپاره اودتل لپاره یې له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې.
روح دې ښاد اویاد دې تل وي.
გერჩექ, დეიმუხლენ ქაღბესკენ, მერე გევდნენ ღაზვეთში, იწვადეს, მარამ არ დოუკარგავთ ინსნობა, არ მოსრალა მაგათგან არ უძლური და არც მრწემი.
يا موطني الأحسن
لماذا تحزن؟